پکتیا کې پر سلګونو اړمنو کورنیو مرسته وویل شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۷) دغه مرسته چې د قاري سعيد خوستي د خيريه بنسټ لخوا د ترکیې هيواد د I.H.H مؤسسې په مالي ملاتړ د‌مرکز او اړوند ولسواليو په ۴۰۰ اړمنو کورنيو باندي ووېشل شوه. ياده مرسته چې د پکتيا د شهيدانو او معلولينو چارو رياست لخوا په رابلل شويو اړمنوکورنيو په داسي حال کې وويشل […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۷) دغه مرسته چې د قاري سعيد خوستي د خيريه بنسټ لخوا د ترکیې هيواد د I.H.H مؤسسې په مالي ملاتړ د‌مرکز او اړوند ولسواليو په ۴۰۰ اړمنو کورنيو باندي ووېشل شوه.
ياده مرسته چې د پکتيا د شهيدانو او معلولينو چارو رياست لخوا په رابلل شويو اړمنوکورنيو په داسي حال کې وويشل شوه چې قاري سعيد او د I.HH موسسې مسؤلين هم حاضر وو.
په دې مرسته کې خوراکي او غيري خوراکي توکي شامل وو.
د مرستې د ويشلو په مهال قاري سعيد خوستي وويل هڅه کوو چې د مرستو دغه لړۍ نورو ولايتونو ته هم وغځوو او له مرستندويه مؤسساتو يې وغوښتل چې د افغانستان له اړمنو خلکو سره بايد د اساسي او بنيادي چارو په تر سره کولو کې مرستي وکړي.