پکتیا: د نجونو په ستره لیسه کې د مهمې رغنیزې پروژې چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۴) دغه پروژه د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د مرکز ګردیز اړوند په حلیمه خزان لېسه کې د یونیسف په مالي همکاري او د پوهنې ریاست سره په ګډې همغږۍ تطبیق کیږي. د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي میرزاجان صادق وایي په دې پروژه […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۴)
دغه پروژه د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د مرکز ګردیز اړوند په حلیمه خزان لېسه کې د یونیسف په مالي همکاري او د پوهنې ریاست سره په ګډې همغږۍ تطبیق کیږي.
د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي میرزاجان صادق وایي په دې پروژه کې د اوبو یو ژوره څاه ، د ۱۲ بابه تشنابونو او د لاس مینځلو لپاره د ۱۸ نلکیو ترمیم او یوه پایه ۱۵۰۰ لېتره د اوبو ذخیره کولو ټانکۍ موجوده ده.
صادق زیاتوي په یاده لېسه کې زده کوونکي د څښاک د پاکو او روغتیا ساتنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي چې ددې پروژې په بشپړېدو سره به یادې ستونزې په بشپړ ډول هوارې شي.
په حلیمه خزان لېسه کې ۲۵۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې ۲۰۰۰ یې انجونې او ۵۰۰ یې هلکان دي.

د یادونې ده چې د اوبو رسونې او روغتیا ساتنې په برخه کې د پکتیا په مختلفو ولسوالیو کې ۱۱ پروژې تر کار لاندې دي چې په بشپړېدو سره به یې سلګونه کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي او ورسره به د ځایي خلکو په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته شي.