پکتیا: د امنیې قومانداني پر منسوبینو یونیفورم وویشل شو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵)نن د پکتیا ولایت امنیه قومندانۍ په انګړ کې دیاد ځانګړي یونیفورم توزیع په اړه غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې د پکتیا امنیه قومندان مولوي محمد عمر مخلص، د یادې قومندانۍ اداري مرستیال مولوي محمد اسحاق ابو سعید، تأمیناتي مرستیال مولوي محمد نعیم، د امنیت آمر قاري محمداسلم(کرامت)، د پکتیا ا. […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵)نن د پکتیا ولایت امنیه قومندانۍ په انګړ کې دیاد ځانګړي یونیفورم توزیع په اړه غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د پکتیا امنیه قومندان مولوي محمد عمر مخلص، د یادې قومندانۍ اداري مرستیال مولوي محمد اسحاق ابو سعید، تأمیناتي مرستیال مولوي محمد نعیم، د امنیت آمر قاري محمداسلم(کرامت)، د پکتیا ا. ق. د تعلیم و تربیې مدیر مولوي رحمت ولي رحماني، د یادې قومندانۍ مختلفو مدیریتنو منسوبینو او پولیسو ګډون درلود.

غونډې ته په وینا کې د تعلیم او تربیې مدیر مولوي رحمت ولي رحماني د پولیسو د ځانګړي یونیفورم په شرایطو، قوانینو، اهمیت او په ټولنه کې د اسلامي پولیسو د ځانګړي یونیفورم د ازرښت په پار مفصلې خبرې وکړې.

د نوموړي په وینا یونیفورم یوازې لباس نه بلکې یو دروند مسؤلیت دی او هر مجاهد مکلف دی تر څو د یونیفورم ټول قوانین مراعت کړﺉ

ورپسې دامنیې قومندان خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دا چې لباس د یو نظام اصل دی نو په همدې اساس مو د پکتیا ولایت امنیه قومندانۍ اړوند ټولو مجاهدینو ته د داخله وزارت په لارښوونه ځانګړی یونیفورم توزیع کړ.