پکتیا: احمدخیلو کې پر ۶۰۰ اړمنو د چرګانو توزيع تر سره شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۷) د پاملرنې موسسې لخوا په احمدخيلو ولسوالۍ کې د شوې سروې لخوا مخې پر شپږ سوه اړمنو د چرګانو توزيع تر سره شوه. د ويشنې ځای کې د پکتيا ولايت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي رييس مولوي نثار احمد نجات وويل: څه موده وړاندې يې يادو اړمنو ته نغدي […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۷) د پاملرنې موسسې لخوا په احمدخيلو ولسوالۍ کې د شوې سروې لخوا مخې پر شپږ سوه اړمنو د چرګانو توزيع تر سره شوه.

د ويشنې ځای کې د پکتيا ولايت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي رييس مولوي نثار احمد نجات وويل: څه موده وړاندې يې يادو اړمنو ته نغدي مرسته تر سره کړه ورپسې يې د ياد خلکو له پاره د چرګانو خوراکه او وس یې بیا د دوی له پاره هرې کورنۍ ته اته چرګې او دوه چرګان ورکول شول، څو له دې لارې يې په ژوند کې مثبت بدلون رامنځ ته او په خپل کوچني تجارت لاس پورې کړي، چې له دې لارې خپلې کورنۍ ته عوايد تر لاسه کړي.

نجات زياته کړه له دې وړاندې په مرکز ګردېز او دلته په احمدخيلو ولسوالۍ کې هم پر(٦۰۰) اړمنو او بې وزله کسانو د چرګانو خوراکه ويشل شوې او راتلوونکو ورځو کې به په نورو سیمو کې هم چرګان توزيع شي.
دی وايي يادو کسانو ته د چرګانو د روزنې او پالنې په موخه څو ورځني ورکشاپونه هم ورکړل شوي، څو راتلوونکي کې يې چرګان له بېلابېلو ناروغيو وساتل شي.