پکتيا کې پر ۶۵۰ اړمنو کورنيو مرسته ووېشل شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۶) پکتيا کې د اوما خيريه بنسټ له لورې د دې ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې پر ۶۵۰ اړمنو کورنيو مرسته ووېشل شوه. په دغه مرسته کې پر هرې کورنۍ ۵۰ کيلو اوړه، ۲۴ کيلو وريجې، ۲۰ کيلو بوره، ۱۰ کيلو لوبيا، ۱۰ کيلو دال، ۲ کيلو چای، ۱۰ ليتره غوړي او ۲ […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۶) پکتيا کې د اوما خيريه بنسټ له لورې د دې ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې پر ۶۵۰ اړمنو کورنيو مرسته ووېشل شوه.

په دغه مرسته کې پر هرې کورنۍ ۵۰ کيلو اوړه، ۲۴ کيلو وريجې، ۲۰ کيلو بوره، ۱۰ کيلو لوبيا، ۱۰ کيلو دال، ۲ کيلو چای، ۱۰ ليتره غوړي او ۲ کيلو مالګه ووېشل شوه.

ياده مرسته د دې ولايت په احمدخېلو، لجه منګل او ځاځي آريوب ولسواليو کې پر اړمنو کورنيو ووېشل شوه.