‏ پکتيا: د ۲۶ ميليونه افغانيو په ارزښت پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۶) د پکتيا عامه روغتيا رياست وايي چې د دې رياست په همغږۍ د PU-AMI مؤسسې لخوا د ۲۶،۱ ميليونه افغانيو په ارزښت د روغتيا په برخه کې ګڼې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د يادې مؤسسې لخوا ۹ بابه Waste Management مرکزونه، ۶ بابه FATP يا د بيړنيو لومړنيو روغتيايي څانګې، […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۶) د پکتيا عامه روغتيا رياست وايي چې د دې رياست په همغږۍ د PU-AMI مؤسسې لخوا د ۲۶،۱ ميليونه افغانيو په ارزښت د روغتيا په برخه کې ګڼې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د يادې مؤسسې لخوا ۹ بابه Waste Management مرکزونه، ۶ بابه FATP يا د بيړنيو لومړنيو روغتيايي څانګې، ۷ بابه فرعي روغتيايي مرکزونه يا کلينيکونه او ۴ بابه د قابلو استوګنځي په اساسي ډول جوړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

يادې پروژې د دې ولايت په بېلابېلو لريو پرتو ولسوالۍ کې پلې شوې وې چې نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې عملآ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د يادونې وړ ده چې دې پروژو ګټې اخيستنې سره به په لريو پرتو ولسواليو کې د روغتيا په برخه کې ګڼ شمېر اسانتياوې رامنځته شي او بيړنيو پېښو ته پر وخت رسيده ګۍ ترڅنګ به لسګونو اشخاصو ته د کار زمينه برابره شي.