پوتین: د اسلام پیغمبر ته سپکاوی د مذهبي ازادیو خلاف عمل دی

د روسیې ولسمشر ولادي میر پوتين د پنجشنبې په ورځ خپلې کلنۍ مطبوعاتي غونډې ته ویلي، د اسلام د ستر لارښود په شان کې سپکاوی د مذهبي ازادیو خلاف عمل دی او ورته کړنې د هغو خلکو جذبات راپاروي چې اسلام یې منلی دی. د روسیې اړوند ټاس خبري رسنۍ ویلي، چې د روسیې ولسمشر […]

د روسیې ولسمشر ولادي میر پوتين د پنجشنبې په ورځ خپلې کلنۍ مطبوعاتي غونډې ته ویلي، د اسلام د ستر لارښود په شان کې سپکاوی د مذهبي ازادیو خلاف عمل دی او ورته کړنې د هغو خلکو جذبات راپاروي چې اسلام یې منلی دی.

د روسیې اړوند ټاس خبري رسنۍ ویلي، چې د روسیې ولسمشر په خپله کلنۍ غونډه کې د اسلام پیغمبر ﷺ ته سپکاوی د مذهبی ازادیو خلاف عمل بللی دی، نوموړي په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې روسیه د ډېر نفوس لرونکو او د ډېرو مذهبي پیرانو لرونکی هیواد چې باید د یو بل د روایاتو خیال او احترام وساتلی شي.

د روسیې ولسمشر همداراز پر هغو وېب پاڼو هم کلک انتقادونه وکړل چې د دویم نړیوال جنګ پر مهال د وژل شویو روسي پوځیانو انځورونه پکې خپریږي، پوتین ویلي، ورته کړنې افراطیت ته لمن وهي.

پوتین زیاته کړه، مذهب ته سپکاوی هغو ناارامیو ته لاره هواروي لکه پاریس کې چې د چارلي هیبدو پر اداري دفتر تر سره شوې، د یادونې وړ ده چې فرانس اړوند مجلې څو کاله وړاندې داسې انځورونه خپاره کړل چې په هغو سره یې مسلمانان راوپارول او فرانسه د مسلمانانو له سختو نیوکو سره مخ شوه.

د ۲۰۱۵ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې یو شمېر وسله والو د چارلي هیبدو پر دفتر برید وکړ چې د یو شمېر کارتون جوړونکو په ګډون یې ۱۲ تنه ووژل، د روسیې ولسمشر دغه حمله د مثال په توګه یادولو سره وویل، مذهب ته سپکاوی د ازادۍ برخه نشي جوړېدلای.