په ۱۴۰۱ تعلیمي کال کې په غزني کې پنځه نوي ښوونځي ایجاد شوي دي

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د غزني د پوهني رئیس مولوي محمد منیر منصور وایي چې په سږ تعلیمي کال کې، دوی پنځه ابتداییه ښوونځي په دغه ولایت کې ایجاد کړي دي. د ښاغلي منصور په خبره له دغه پنځه ښوونځیو څخه یې دوه په ناوې، دوه په اندړو او یوه ښوونځی یې د غزني په خوګیاڼو ولسوالۍ […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د غزني د پوهني رئیس مولوي محمد منیر منصور وایي چې په سږ تعلیمي کال کې، دوی پنځه ابتداییه ښوونځي په دغه ولایت کې ایجاد کړي دي.

د ښاغلي منصور په خبره له دغه پنځه ښوونځیو څخه یې دوه په ناوې، دوه په اندړو او یوه ښوونځی یې د غزني په خوګیاڼو ولسوالۍ ایجاد کړي او دا هغه ولسوالۍ دي چې په تېر شل کال کې د ښووني او روزني په برخه کې ورته کمه توجه شوي ده.

ښاغلي منصور وایي چې په دغو پنځه نویو ښوونځیو کې شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکې په زده کړو بوخت دې او داسي نوري لرې پرتې ولسوالۍ هم شته چې اړتیا ده تر څو نوي ښوونځي ورته ایجاد شي.

د غزني د پوهني ریاست مسئولین وایي چې یاد ښوونځیو ته یې ودانۍ نه دي جوړې کړې او یواځې درسي بهیر یې په کې پیل کړی چې زده کوونکي یې تر خېمو لاندي په زده ګړو بوخت دي.