په پکتیکا کې له ۳۰۰ بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

په پکتیکا ولایت کې د یونسیار په مالي مرسته د ویستا مؤسسې پرمټ له ۳۰۰ داخلې بې ځایه شویو، بېرته راستنو شویو او نهایت بې وزلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه. په پکتیکا کې د ویستا مؤسسې استازي وحیدګل هاشمي په دې اړه وویل، چې دغه نغدي مرسته، چې هرې کورنۍ ته دوه سوه پنځه […]

په پکتیکا ولایت کې د یونسیار په مالي مرسته د ویستا مؤسسې پرمټ له ۳۰۰ داخلې بې ځایه شویو، بېرته راستنو شویو او نهایت بې وزلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
په پکتیکا کې د ویستا مؤسسې استازي وحیدګل هاشمي په دې اړه وویل، چې دغه نغدي مرسته، چې هرې کورنۍ ته دوه سوه پنځه شپېته ۲۶۵ – ډالر ؤ د یونسیار له لورې د ویستا مؤسسې پر مټ ۳۰۰ کورنیو ته ووېشل شول.
هاشمي وايي، دغه کورنۍ له وړاندې نه د یوې شفافې پروسې له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له ریاست سره په همغږۍ سروې شوې وې او د مرستې مستحقې بلل شوې وې، چې نن ورته نغدي مرسته ورکړل شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې د اوس لپاره د مرکز او ارګون ولسوالیو کې په یادو شرایطو برابرو کسانو ته مرسته ورکړل شوې خو ممکن دا ډول مرستې په راتلونکې کې د پکتیکا په نورو ولسوالیو او سیمو کې هم تر سره شي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د ریاست استازي محمداسلم هم وویل، چې دغه کورنۍ د دوی د ریاست او ویستا مؤسسې له لورې په ګډه سره سروې او د مرستې لپاره په نښه شوې وې.
نوموړی وايي، په یادو مرستو سره به د دې کورنیو یو څه لومړنۍ ستونزې پرې هوارې شي او زموږ هڅه داده، چې په دې سربېره نورې مرستې هم پکتیکا ته راجلب کړو او د بې وزلو بشپړ لاس نیوی وکړو.
محمداسلم زیاته کړه، چې تردې وړاندې هم دوی د پکتیکا له کډوالو سره ورته مرستې ترسره کړې دي.
بل لور ته بیا مرسته اخیستونکي د مرستو په ترلایه کولو خوښي څرګندوي او وايي، چې دوی له ډېرو ستونزو او کړاونو سره مخ دي، دغه مرستې به د دوی یو څه اقتصادي ستونزې هواري کړي.
دوی زیاتوي چې زموږ په څېر ډېر بې وزلې نور هم شته، نو زموږ له موسساتو او اسلامي امارت نه دا هیله ده، چې د مرستو په برخه کې دي لا ډېره پاملرنه ورته وشي.
د یادونې ده، چې په دې ورستیو وختونو کې په هېواد کې سیاسي تحولاتو، د جګړو له کبله د خلکو بې ځایه کېدو، وچکالي او بې کاري د خلکو د فقر کچه لا زیاته کړې او د ژمې د یخ موسم په رانږدې کېدو سره په هېواد کې د بشري ناورین اندېښنې لا هم مخ پر زیاتېدو دي.
۱۴۴۳/۴/۱۴
۲۰۲۱/۱۱/۱۸
۱۴۰۰/۸/۲۷