په هیواد کې د روان وضعیت په اړه د تحصیلي مؤسسو د پام وړ:

اطلاعیه بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لله الذي أعز العلم في الأعصار و أعلى حزبه في الأمصار ، والصلاة والسلام على المبعوث معلما ومتمما لمكارم الأخلاق وعلى آله وأصحابه الذين فازوا منه بحظ جسيم إلى يوم الدین ، وبعد قال تعالى : ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ د لوړو زده کړو اړوند دهیواد د ټولو دولتی […]

اطلاعیه
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله الذي أعز العلم في الأعصار و أعلى حزبه في الأمصار ، والصلاة والسلام على المبعوث معلما ومتمما لمكارم الأخلاق وعلى آله وأصحابه الذين فازوا منه بحظ جسيم إلى يوم الدین ، وبعد قال تعالى : ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ
د لوړو زده کړو اړوند دهیواد د ټولو دولتی او خصوصی تحصیلی مؤسسو ښاغلو مسولینو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
له لوي خدای څخه تاسو ښاغلو ته په ټولو تحصیلي چارو کې د پوره بریا او پرمختګ غوښتونکي یو .
په داسې حال کې چې د هیواد په لروبر کې د ملت د زړورو او سرښندونکو بچیانو د بې ساري قربانیو په نتیجه کې د فتوحاتو لړۍ روانه ده،او د څښتن تعالی په فضل په نږدې راتلونکي کې یوه سرتاسري سوله د ټینګیدو په حال کې ده، دې ته په کتو سره، له محترمو مسولینو، استادانو او محصلینو څخه مو په پوره درناوي سره هیله کوو چې د هیواد د روان جګړه ایز او بحراني وضعیت په اړه کومه اندیښنه او تشویش ونه لري او یاهم په دې باب د کوم منفي بدلون احساس ونه کړي.
له دې امله تاسو ښاغلو ته په درنښت سره خبر درکول کیږي چې له کومې ځانګړې وقفې پرته به د ذکورو او اناثو په دواړو څانګو کې تحصیلي چارې کما في السابق له هر راز تقصیر او کوتاهي پرته جریان مومي، په دې باب باید ټول اړوند منسوبین له کوم غفلت او نیمګړتیا پرته خپلې ورسپارل شوې دندې ترسره کړي، مونږ په پوره مسؤولیت او امانتدارۍ سره ډاډ درکوو چې ستاسو د سر او مال حفاظت به زمونږ یواځینۍ دنده وي. البته د یادونې وړ ده چې د هیواد په لروبر کې د جګړې شدت ښايي تحصیلي بهیر د یو څه لنډ وخت لپاره وځنډوي.
یوځل بیا – مکررا- تاسو ښاغلو ته په پوره درناوي سره ډاډ درکوو چې مونږ به په خپل ټول ځواک سره ستاسو لپاره د غوره تحصیلي چاپیریال په چمتو کولو کې له هیڅ راز غفلت او کوتاهۍ څخه کار نه اخلو. دا کار مونږ خپله اسلامي او ملي فریضه ګڼو او د لوی خدای له درباره مو درته د ژوند په هر ډګر کې پر له پسې بریاوې غواړو، سرلوړي او موفق اوسئ .
د افغانستان اسلامي امارت

د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون
د عالي تحصیلاتو اداره
۵/۱/۱۴۴۳هـ ق
۲۳/۵/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/8/14م