په نیمروز ولایت کې د پولیو د کمپاین د پیل په موخه غونډه جوړه سوه

  زرنج، د شعبان۲۴ مه / د وری ۷ مه د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، نن د یکشنبې په ورځ د نیمروز ولایت د عامې روغتیا ریاست د غونډو په تالار کې په داسې حال، کې چې مرستیال والي محمد نبي “عثماني”، د ملکي او نظامي ادارو رئیسانو او ځوانانو هم ګډون […]

 

زرنج، د شعبان۲۴ مه / د وری ۷ مه

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، نن د یکشنبې په ورځ د نیمروز ولایت د عامې روغتیا ریاست د غونډو په تالار کې په داسې حال، کې چې مرستیال والي محمد نبي “عثماني”، د ملکي او نظامي ادارو رئیسانو او ځوانانو هم ګډون درلود د پولیو واکسین د تطبیق په موخه غونډه جوړه سوه.

غونډه د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل سوه او ورپسې د معافیت کتلوی آمر حافظ مطیع الله “منیب” د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ترڅنګ وویل له غونډې څخه موخه پدې ولایت کې د امراضو مخنیوي او د اړینو تدابیرو نیول دي.

ښاغلي منیب زياته کړه: “د پوليو په کمپاين کې د زرنج په ګډون ټولې ولسوالۍ هم شاملې دي، او سل زره، کوچنیان چې تر پنځو کلونو کم عمر لرونکي وي به د پوليو له واکسين څخه برخمن سي.

د کتلوي ساتنې آمر حافظ مطیع الله “منیب” په پای کې له اړوندو مسؤولینو څخه پدې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې د امر با بالمعروف او نهی عن المنکر رئیس مولوي عبدالغفار “سباوون” د عامې روغتیا ریاست د ښو کړنو څخه د مننې ترڅنګ خبرې وکړې او زیاته یې کړه: لازمه ده، ترڅو مسؤولین د ناروغیو د مخنیوي په برخه کې له اړوندو ادارو سره زیانه همکارۍ وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د پولیو واکسین کمپاین به سبا دوشنبه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل سي.