په موسی کلا ولسوالۍ کي د اختر په ورځو کي د امنیت د ټینګښت په تړاو غونډه وسوه:

. نن د هلمند ولايت په موسى کلا ولسوالۍ کي د راروان کوچني اختر د شپو او ورځو د امنیت د ټینګښت په اړه د یادي ولسوالۍ د مسؤلینو ترمنځ غونډه وسوه. په یاده غونډه کي د موسى کلا ولسوالۍ ولسوال محترم حاجي فضلي صاحب، د موسى کلا ولسوالۍ امنیه قوماندان نافظ حاجي ملا صاحب، […]

.
نن د هلمند ولايت په موسى کلا ولسوالۍ کي د راروان کوچني اختر د شپو او ورځو د امنیت د ټینګښت په اړه د یادي ولسوالۍ د مسؤلینو ترمنځ غونډه وسوه.

په یاده غونډه کي د موسى کلا ولسوالۍ ولسوال محترم حاجي فضلي صاحب، د موسى کلا ولسوالۍ امنیه قوماندان نافظ حاجي ملا صاحب، د امربالمعروف مسؤل محترم رفیع الله مولوي صاحب، د یادي ولسوالۍ ښاروال محبوب مولوي صاحب او د حوزو مسؤلینو ګډون درلود.

د غونډي پیل د معمول سره سم دقرانکریم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره وسو، ورپسې د اختر په ورځو کي د امنیت د ټینګښت په اړه د مسؤلینو ترمنځ مشورې وسوې او یو له بل سره یې خپل نظرونه شریک کړل.

د موسی کلا ولسوالۍ مسؤلینو ژمنه وکړه چي موږ به د خپل ولس خدمت په پوره توان سره کوو او په سر او مال به ددوی امنیت ساتو ترڅو ولس مو دغه ورځي په پوره خوښۍ او خوشحالۍ سره ولمانځي.

یاده غونډه د حق الله مولوي صاحب لخوا په دعائیه وینا پای ته ورسېده.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۸ هـ ق