په لښکرګاه ښار کي له ۴۶۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره مرسته وسوه:

  نن په هلمند کي د طبعي پيښو په وړاندي د مبارزې ریاست له لوري دلښکرګاه ښار له ۴۶۰ تنه اړمنو کسانو سره چي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وه مرسته وسوه د پیښو په وړاندي د مبارزې رئیس قاری عبدالباري (فیاض) د دې مرستي دشفافیت په اړه وویل چي د یادو مرستو د […]

 

نن په هلمند کي د طبعي پيښو په وړاندي د مبارزې ریاست له لوري دلښکرګاه ښار له ۴۶۰ تنه اړمنو کسانو سره چي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وه مرسته وسوه

د پیښو په وړاندي د مبارزې رئیس قاری عبدالباري (فیاض) د دې مرستي دشفافیت په اړه وویل چي د یادو مرستو د پروسې د شفافیت په موخه یې پنځه کسیز هیئت ګمارلی وو ترڅو یاده پروسه په شفافه توګه پر مخ یوسي.

نوموړي زیاته کړه چي دغه مرسته مو هغه کورنیو ته ووېشل چي مستحقي وې او د سړک پر سر یې سوال کوی، نو په همدې اساس مو هري کورنیو ته ۱۰۰ کیلو اوړه ورکړل او په راتلونکي کي به بیا هم ورته مرسته ورکړل سي.

 

مرسته اخیستونکو باختر خبری اژانس ته وویل: خوښ یو چی موږ ته په داسي وخت کي مرسته راکول کیږي چي یوخوا روژه او بل خوا داختر په رارسیدو سره مو اړتیاوي زیاتي دي، دغه مرسته به زموږ ستونزه تر یو حده حل کړي.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۵ هـ ق