په غزني ولایت کې د مجاهدینو دبریا ورځ  د قرآن کریم په تلاوت سره ولمانځل شوه.

  غزنی / د غوایې ۸ مه / باختر د باختر اطلاعاتي آژانس د راپور له مخې، نن پنجشنبه د غوایې ۸ مه، په غزني ولایت کې د مولوي حبیب الله مجاهد د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس تر مشرۍ لاندي د غوایې له ۸ مې، د افغانستان د خلکو د جهاد پيل د پخواني شوروی په وړاندي د […]

 

غزنی / د غوایې ۸ مه / باختر

د باختر اطلاعاتي آژانس د راپور له مخې، نن پنجشنبه د غوایې ۸ مه، په غزني ولایت کې د مولوي حبیب الله مجاهد د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس تر مشرۍ لاندي د غوایې له ۸ مې، د افغانستان د خلکو د جهاد پيل د پخواني شوروی په وړاندي د قرآن کریم په تلاوت اوختم سره ولمانځل شوه.

الحاج خلیفه صاحب مولوي محمد اسحاق آخندزاده دغزني والی په دې غونډه کې د غوایې د ۸ مې له انقلاب څخه یادونه وکړه او وویل چې د افغانستان د خلکو جهاد د پخواني شوروي لښکر په وړاندي په تس لاس پيل شو او ورسته له ۱۴ کلونو، شوروي ماتې وخوړه.

د غزني والي په دې غونډه کې په یو شمېر جهادي رهبرانو هم نیوکي وکړې او یاده یې کړه چې دغو رهبرانو د خپل شخصی ګټو پخاطر له میلیون هاو مهاجرو سربیره له ۵ میلیونه شهیدانو او زخمیانو سره خیانت وکړل او بېرته له امریکا او ناټو سره د خپل خلکو په مقابل کې ودرېدل.

د غزني والي همدا شان له تېر شل کلن جهاده هم یادونه وکړه او وویل چې دغه جهاد هم په کمو امکاناتو پيل شو خو د بریا سبب یې د ا.ا په ځواکونو کې اخلاص، صداقت او ایمانداری وه.

د هغه په خبره دا نظام د مجاهدینو او خلکو په وینه لاسته راغلی او د دې نظام ساتنه په مجاهدینو او خلکو فرض ده.

د دي غونډي په پاي کې شاعرانو خپل شعرونه او ترنم د اسلامی امارت او مجاهدینو په ویاړ وویل