په غزني ولایت کې د تاریخی آثار د رغولو چاري له اوږ ده ځنډ ورسته بیرته پيل شوې.

    غزنی باختر – ۲۲ د وري مولوی حبیب الله مجاهد دغزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نن ورسته له اتو میاشتو ځنډ د غزني موزیم د تاریخي اثار د رغولو چاري په دې ولایت کې عملاٌ پيل کړې. د باختر اطلاعاتي آژانس د راپور له مخي نن دوشنبه د وري ۲۲ مه […]

 

 

غزنی باختر – ۲۲ د وري

مولوی حبیب الله مجاهد دغزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نن ورسته له اتو میاشتو ځنډ د غزني موزیم د تاریخي اثار د رغولو چاري په دې ولایت کې عملاٌ پيل کړې.
د باختر اطلاعاتي آژانس د راپور له مخي نن دوشنبه د وري ۲۲ مه مولوی حبیب الله مجاهد د طلاعاتو او فرهنګ رییس چې مولوی عبدالرحمن ځلاند د ملی راډیو تلویزیون آمر، مولوي منصور د طلاعاتو آمر او مولوی فدایی د ځوانانو مدیر ورسره مل وه، د غزني له موزیم څخه یې لیدنه وکړه او نن یی ورسته له اتو میاشتو ځنډ د دې موزیم د تاریخی آثار د رغولو چاري پيل کړې.
مولوی حبیب الله مجاهد په هیواد کې تاریخی آثار، د افغانستان ملی او معنوي شتمنۍ وبلله او د هغو پر ښې ساتنه یې تنګار وکړل.
ښاغلی مجاهد وایي چې همداوس د غزني په ملي موزیم کې زرګونه قلمه اسلامی او بودایی آثار موجود دي چې اکثریت همدغه آثار رغولو ته اړتیا لري.
هغه له موسساتو او ملي تجارانو وغوښتل چې له دوې سره دي د غزني د موزیم لپاره د کیمیاوې موادو په اخستلو او برابرولو کې مرسته وکړې.
د یادوني وړ ده چې د غزني په ملي موزیم کې د کیمیاوي مواد د نشتون له کبله د تاریخی آثارو رغول دریدلي وه.