په شېخ زاید پوهنتون کې د ښې همغږۍ او پرمختګ په اړه غونډه ترسره شوه.

پدې اړه جوړه شوي غونډه کې خوست والي ښاغلي مولوي محمد نبي عمري, د لوړو رده کړو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي اسد الله فرید , شېخ زاید پوهنتون رهبرۍ, پوهنځیو رئیسانو , استادانو او اداري کارمندانو برخه درلوده. خوست والي ښاغلي مولوي محمد نبي عمري پدې خوښي وښوده، چې خوست کې تعلیمي […]

پدې اړه جوړه شوي غونډه کې خوست والي ښاغلي مولوي محمد نبي عمري, د لوړو رده کړو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي اسد الله فرید , شېخ زاید پوهنتون رهبرۍ, پوهنځیو رئیسانو , استادانو او اداري کارمندانو برخه درلوده.

خوست والي ښاغلي مولوي محمد نبي عمري پدې خوښي وښوده، چې خوست کې تعلیمي بهیر رشد په ډېر چټکۍ سره د پرمختګ په حال کې ده, نوموړي ډاډ ورکړ, چې ولایتي اداره به د علمي ادارو  سره د  ښوونیز بهیر پیاوړتیا او اصلاحاتو په برخه کې ګډ کار کوي.

ښاغلي عمري زیاته کړه، اوس ددې وخت راغلی، څو زمونږ علمي بنسټونه د سیمې له علمي بنسټونو سره سالمې سیالۍ ته ځانونه چمتو کړي او پدې برخه کې خپلې وړتیاوې وښايي.

د ولایت والي د پوهنتونونو د کیفیت په ښه والي ټینګار وکړ، او ددې ادارې له مسولینو یې وغوښتل، چې پدې برخه کې لازم ګامونه واخلي.

نوموړي د پوهنتون له مسؤلینو وغوښتل چې د پوهنتون په داخل کې د هر ډول سیاسي فعالیتونو څخه ډډه وکړي او د هر ډول تبعیض پرته خپل خدمات وړاندې کړي.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین محترم مولوي اسد الله فرید پخپلو خبرو کې وویل, چې لوړو زده کړو وزارت مشر تابه په هدایت دې ولایت ته راغلی, څو په شېخ زاید پوهنتون کې شته ستونزې حل او د پوهنتون د پرمختګ لپاره له رهبرۍ  او استادانو سره نیږدې ناستې وکړي.

مولوي اسد الله ډاډ ورکړ, چې ډېر زر به دولتي پوهنتونونه پېل شي, ده زیاته کړه د لوړو زده کړو وزارت رهبري پدې هڅه کې ده, چې د ټولو دولتي پوهنتونونو تدریسي, مالي او اداري ستونزې زر ترزره حل کړي او بېرته پوهنتونونه په عادي توګه خپل درسي بهیر پېل کړي.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د پوهنتون رهبرۍ او استادانو ته ډاډ ورکړ, چې د معاشاتو ستونزه به په نېږدې ورځو کې حل شي.

د شېخ زاید پوهنتون استادانو پخپلو خبرو کې د ولایتي ادارې مشر تابه او د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ ته ډاډ ورکړ, چې دوی هر وخت اماده دي, څو د هېواد راتلونکي نسل په ښې روزنې او د پوهنتون د پرمختګ لپاره کار وکړي.

ورته مهال دوی د پوهنتون اړوند ستونزې, غوښتنې او وړاندیزونه هم شریک کړل

 31/10/2021