په ختیځو ولایتونو کې د پولیو پروګرام عملیاتي مسوول د یونیسف، روغتیا نړیوال سازمان او روغتیا ریاست استازو په ملتیا د کونړ له والي سره ناسته وکړه

په دغه کتنه کې راغلي پلاوي د ماشومانو د روغتیا په وقایوي تدابیرو، واکسینو تطبیق او خلکو پوهاوي کچې لوړېدو په برخه کې د فعالیتونو په تړاو مالومات شریک کړل او د برنامو دښه تطبیق په برخه کې یې دولایتي ادارې د همکاریو پراختیا غوښتنه وکړه. د کونړ والي محمد قاسم خالد روغتیایي خدمتونو ته […]

په دغه کتنه کې راغلي پلاوي د ماشومانو د روغتیا په وقایوي تدابیرو، واکسینو تطبیق او خلکو پوهاوي کچې لوړېدو په برخه کې د فعالیتونو په تړاو مالومات شریک کړل او د برنامو دښه تطبیق په برخه کې یې دولایتي ادارې د همکاریو پراختیا غوښتنه وکړه.

د کونړ والي محمد قاسم خالد روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی د خلکو اساسي حق وباله اوپه دې ولایت کې یې د روغتیایي، ښوونیزو او نورو بشري فعالیتونو د ښه تطبیق په برخه کې د ولایت مقام د همکاریو ډاډ وښود.

نوموړي وویل افغانان په ټولوبرخوکې مرستوته اړتیا لري هیله ده چې نړیواله ټولنه یادوبرخوکې هیوادولوسره ځانګړې مرستې وکړي ترڅوددوی شته ستونزې هوارې شي.

8/11/2021