په خانشین ولسوالۍ کي دخپل منځي جنجال له امله یو تن ژوبل سو.

  دباختر اطلاعاتي اژانس دخبر له مخي نن غرمه دهلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کي ددو کسانو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته سوه پکي ګران ولد حاجی عبدالواحد مامور ولد عبدالقیوم دګران ولد عبدالواحد له خوا دوې چړی وهل سوی یوه چاړه یې پر سر او بله یې پر اوږه لګېدلي ده چي سخت زخمی سو. […]

 

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبر له مخي نن غرمه دهلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کي ددو کسانو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته سوه پکي ګران ولد حاجی عبدالواحد مامور ولد عبدالقیوم دګران ولد عبدالواحد له خوا دوې چړی وهل سوی یوه چاړه یې پر سر او بله یې پر اوږه لګېدلي ده چي سخت
زخمی سو.

دسیمي د خلګو په وینا چي یادو کسانو څه وخت مخکي هم جنجال سره کړی وو.

دجنګ عاملین دمجاهدینو لخوا نیول سوي اومربوط ارګان ته دموضوع دمعلومولو لپاره سپارل سوي.

نیټه؛۱۴۴۳/۹/۲۶ هــ ق.