پروان: د پوهنې کمېسیون مسئولینو سیاه ګرد ولسوالۍ کې له یوې لیسې لیدنه وکړه

د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون د مرکزي حلقې مسئولینو د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د قمچاق درې د عبد البشیر شهید لیسې د اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه. د پوهنې مسئولینو همدا راز د فیصلو او معاینې د کتابونو د نمونې په توګه دقیقه څارنه وکړه، الحمدلله اداري […]

د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون د مرکزي حلقې مسئولینو د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د قمچاق درې د عبد البشیر شهید لیسې د اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه.

د پوهنې مسئولینو همدا راز د فیصلو او معاینې د کتابونو د نمونې په توګه دقیقه څارنه وکړه، الحمدلله اداري او تدریسي چارې د اسلامي امارت د اصولو موافق روانې وې، د کتابونو اړوند چې کومې ستونزې موجودې وې د پروان ولایت د تعلیم او تربیې د مسئول په شتون کې ورته جدي هدایت وشوې.
۲۰۲۱/۶/۲۷