پاخه اودرانه بریدونه او څپڅپاندې اداره !!

لطیف ـ عزم دهیواد په نورو سیمو اوولایتونو سربیره ، دکابل ښار په اهمو ، پوځي سیمو او حساسو مراکزوباندې ، دمجاهدینوروانواو هدفمندوبریدونو، دامریکاله ګیډې دنوې راوتلې ادارې ، دبې توازنه چارواکو، غورې اودربې یوه یوه رسوا اوپه نطفه کې خنثی ورګرځوله . دکابل ولسمشر ، ړومبي   مرستیال او پخواني کمونیست جنرال دوستم ، دواک […]

لطیف ـ عزم

دهیواد په نورو سیمو اوولایتونو سربیره ، دکابل ښار په اهمو ، پوځي سیمو او حساسو مراکزوباندې ، دمجاهدینوروانواو هدفمندوبریدونو، دامریکاله ګیډې دنوې راوتلې ادارې ، دبې توازنه چارواکو، غورې اودربې یوه یوه رسوا اوپه نطفه کې خنثی ورګرځوله .

دکابل ولسمشر ، ړومبي   مرستیال او پخواني کمونیست جنرال دوستم ، دواک په ړومبیو اونیوکې دڅو بې قیضي خبرو په ترڅ کې هڅه وکړه ،ترڅو خپلوبادارنو ته وروښیي چې پر دوئ سرمایه ګذارې بې ځایه نده ، په اصطلاح که هغوئ اویا سراعلی پوځ قومندان ! ورته اجازه وکړي ، نو دطالبانوقوت اودحملو ځواک به ډیرژر اوبه اوله منځه یوسي .

سراعلی پوځ قومندان ، یې هم دواک په ړومبیو ورځو کې دڅو احساساتي وینا په ترڅ کې غوښتل افغان ولس ته تریوې مودې کاذب باور ورکړي اویاعام افغان اومتدین ولس وویروې چې دطالبانو اومجاهدینوله مرستي اوملاتړڅخه لاس واخلي .

دارنګه ، سراعلی پوځ قومندان ، چین ، پاکستان ، او سعودي عربستان ته دخپلو سفرونو په ترڅ کې سوچ وهلی وو، چې دخپلې خوښې ساختګي سوله اوثبات به هم له ځان سره راوړي .

خو ، دهلمند دشوراب سترو عملیاتو اوپه کابل ښارکې ځانګړو ، پخو اودرنو ګوزارونو ،چې زیاتره یې دخارجي یرغلګرو قواوو په کتارونو، استخباراتي اوشیطاني مراکزو اودفحشا اومنکر په نړیوالو اډو ترسره شول ، ګلم جنرال او هم یې دوسله وال سراعلی قومندان ماغزه سد ته راوستل چې دمجاهدینو په باب کوم ، فکراوسنجش دوئ کړی ، هغه تش اټکل اویو خیال پلو دی!!

ځکه کومه مقابله او مبارزه چې له تیرو۱۴ کلونو راهیسې دامریکا اوناټو دلوی زبرځواک او دهغوئ دنوکرانو په وړاندې روانه ده ، که ځواب اومقابله یې مادي طاقت ، ټکنالوژی اوپرمختللو لښکرو او غورو دربو کولای شوای ، بائیدپه ۲۰۰۲ کال یې چاره شوې واي ، دایوې نیمې لسیزې اوږدې جګړې ، دزرګونوامریکايي اوغربي پوځیانو مرګ ژوبلې او دتریلینو ډالرو مصارفو ته به اړتیانه پیښیده ، خوداچې په همدومره زیانونو اوتلفاتو او ډول ډول ستراتیژیانو اوددرځنو تجربناکو امریکايی جنرالانو په تجربو بیا هم جګړه دزبرځواک په رسوايي اوشکست تمامه شوه اومجاهدینو نه داچې خپله مبارزه او داعیه ژوندی وساتله ، بلکې دافغان مجاهد له رضایت او همدردی سره یوځای یې له یوې نه بلې ورځي ته خپل قوت اوشتون دهیواد په هره سیمه او برخه کې ثابت او ځلاند وساته ؛ نو اشرف غني خیل او ګلم جمان یې بائید داحقیقت نور ومني ، چې طالب اومجاهد۱۴ کاله دامریکااو۴۹ هیوادونو له مجهز پوځ او طاقت سره دناصررب جل جلاله په مرسته وجنګیدای شو او خبره اوس لله الحمد دزبرځواک دبستري ټولیدوته ورسیده ، نو ستاسې دڅپڅپاندې او سربدالې ادارې ځواب خو هغه دچاخبره چې یولاس درته وتړي په دابل یوه لاس هم ښه په نره اوجراات ویلای اوکولای شي .

چې ژوندی اوورستی مثال یې دکونړ ددانګام په ولسوالی کې دسوونو اربکیانو اوزرګونو ملي اردو دعسکرو دمسلسلو تعرضونو ، اوبریدونو په مقابل کې دځودرځنه مجاهدینو تاریخي استقامت او معرکه ده .

داستعمار نوکرانو انتهايي هڅه وکړه چې مجاهدین په دانګام کې له خپلو مورچو وخوځوي ، ولې ناصر رب ج ) داجیرې اردو او تازه دمو اربکیانو ټول حرکات او هڅي شنډي اوخنثی وګرځولي ، دخپل شکست او شرمندګی بهانه اوپلمه دهوايی ځواک عدم شمولیت وښوده ، په هغه سربیره یې دکمونیزم زړې ببولالي ته هم لاس وراوږدکړ ، چې ګواکې مونږ ځکه سیمه تصفیه نشوای کړی ، چې په مقابل کې یې دګاونډي هیواد مسلح پوځیان جنګیدل !!

اول خو دغه خبره سراسر دروغ او کاذب تبلیغات دي ، که فرضا داسې وي هم ، نو تاسې خو ځانته ۴ لکه مجهزه او په اصطلاح میړنی اردو هم وايی او بادار مو هم لا موجود دی ، نو بیا ولې دګاونډي پوځ په مقابل کې چې ستاسې په اند آن دانګام ته راغلی کوم اقدام نشی کولای اوترینه کوکاري وهی ؟ .

ښکاري چې داټول اکاذیب ، چلوټي او صرف ددې هڅه ده ترڅو په خپلې بزدلی او جبون حالت باندې په همدغو تبلیغاتو پرده واچوي اوعام افغان ذهنیت اخلال کړي ، خواوس هربادرکه اوبافهمه افغان په دغو خبرو پوهیږي ، چې لدغو افواهاتو او تورونو څخه ستاسې اصلي موخه څه اوڅوک یې دڅه لپاره ستاسې په غوږونو کې څڅول غواړي ؟