نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ا.ا ټولګټو چارو وزارت له خوا د سړکونو ساتنې په برخه کې د بار وړونکو موټرو د وزن کنترول په موخه د کونړ او ننګرهار په عمومي سړک د زیړي بابا په سیمه کې د ترازو نصبولو چارې پیل شوې چې نږدې دوو اونیو کې به بشپړ شي. دغه مراسیمو کې چې د کونړ […]
د ا.ا ټولګټو چارو وزارت له خوا د سړکونو ساتنې په برخه کې د بار وړونکو موټرو د وزن کنترول په موخه د کونړ او ننګرهار په عمومي سړک د زیړي بابا په سیمه کې د ترازو نصبولو چارې پیل شوې چې نږدې دوو اونیو کې به بشپړ شي. دغه مراسیمو کې چې د کونړ ولایت مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني، ټولګټو چارو رییس، د یاد وزارت تخنیکي پلاوي او نورو مسوولینو برخه اخیستې وه، د سړکونو ساتنې لپاره یې د بار وړونکو موټرو د وزن کنترول خورا مهم وباله او ډاډ یې وښود چې د دغه ولایت د سړکونو او پلونو رغونې په برخه کې به بېړنۍ هڅې ترسره کړي. مرستیال والي وویل، د ټولګټو تاسیساتو ساتل یې مهم لومړیتوب دی او دغه لاره کې به له هیڅ راز هڅو درېغ ونه وکړي. د سفر په ترڅ کې مرستیال والي او مل پلاوي د زیړي بابا د نړېدلي پل هم لیدنه وکړه او د راغلي تخنیکي پلاوي یې وغوښتل چې د یاد پل بیا رغونې په برخه کې د ولس او ادارې غوښتنې د وزارت له رهبرۍ سره شریکې او د رغونې په برخه کې یې عملي کړنې ترسره کړي.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.