هلمند کي ترافیکي پېښو مرګ ژوبله واړوله:

  نن او پرون د هلمند په بېلابېلو سیمو کي ترافیکي پېښو مرګ ژوبله واړوله. باختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي د ګرشک ولسوالۍ مربوط د سنګین دوراهي ته څېرمه یوه عراده پاسو موټر د ټېلر موټر سره ټکر وکړ چي پایله کي د پاسو موټر موټروان خپل ژوند دلاسه ورکړ.د ټېلر موټر دوه تنه […]

 

نن او پرون د هلمند په بېلابېلو سیمو کي ترافیکي پېښو مرګ ژوبله واړوله.

باختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي د ګرشک ولسوالۍ مربوط د سنګین دوراهي ته څېرمه یوه عراده پاسو موټر د ټېلر موټر سره ټکر وکړ چي پایله کي د پاسو موټر موټروان خپل ژوند دلاسه ورکړ.د ټېلر موټر دوه تنه نیول سوي او موضوع تر څېړني لاندي ده.

د همدې سنګین دورراهي د کنډک سره په یوه بله پېښه کي یوه عراده موټر د موټروان د تېز رفتار له امله چپه سوی دی خو چاته پکې زیان نه دی اووښتی.

خبر زیاتوي چي د واشېر ولسوالۍ مربوط ښوراب سیمه کي یوه عراده فلډر موټر د موټر سېکل سره ټکر کړی دی او پر موټر سېکل سپاره دوه تنه یې ژوبل کړي دي.ژوبل سوي کسان روغتون ته لېږدول سوي چي د یوه روغتیایي حالت یې نازک ښوودل سوی دی.فلډر چلونکی د سیمي څخه تښتېدلی چي د موندلو په موخه یې هڅي رواني دي.

همدا راز د ګرمسېر ولسوالۍ د کوپک په سیمه کي یوه موټر سېکل چلونکي پر عمومي ډامبر باندي څلور دانې مېږي په موټر سېکل ووهلې.چي یوه دانه مېږه مړه او درې نوري ژوبل سوي دي.موټرسېکل چلونکی هم ژوبل سوی دی.چي ددرملني په موخه روغتون ته لېږدول سوی دی.

په یو بل خبر کي راغلي چي پرون ورځ د سنګین ولسوالۍ د پانکیلې په سیمه کي یوه موټرسېکل چلونکي یو ماشوم هلک په موټر سېکل وهلی او هغه یې ژوبل کړی دی.
ژوبل سوی ماشوم د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوی او موټر سېکل چلونکی نیول سوی دی.

نېټه:۱۴۴۳/۹/۲۸ هــ ق.