هلمند والي د مرکز او ولسوالیو د بېلابېلو سیمو د خلګو سره په جلا جلا توګه وکتل:

  نن ورځ شنبه دهلمند والي محترم طالب مولوي صاحب ددې ولایت دمرکز او ولسوالیو د بېلابېلو سیمو د خلګو سره په جلاجلا توګه د خپل کار په دفتر کي وکتل. باختر اطلاعاتي اژانس خبرراکوي چي په دې لیدنو کي د مرکز لښکرګاه ښار تر څنګ د ګرشک،دېشو،بهرامچې او نادعلي ولسوالیو علماءکرامو،مسولینو،مجاهدینو او عامو خلګو […]

 

نن ورځ شنبه دهلمند والي محترم طالب مولوي صاحب ددې ولایت دمرکز او ولسوالیو د بېلابېلو سیمو د خلګو سره په جلاجلا توګه د خپل کار په دفتر کي وکتل.

باختر اطلاعاتي اژانس خبرراکوي چي په دې لیدنو کي د مرکز لښکرګاه ښار تر څنګ د ګرشک،دېشو،بهرامچې او نادعلي ولسوالیو علماءکرامو،مسولینو،مجاهدینو او عامو خلګو شخصي او عمومي ستونزي هلمندوالي ته وړاندي کړې او دحل په موخه یې د ولایت مقام څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
خبرزیاتوي چي په دې ستونزو کي د حقوقي مقدماتو په شمول ګڼ شمېر شخصي او اجتماعي ستونزو هم شتون درلودی چي باید ورته د حل لاري پیدا او په اړه یې لازمي کړني ترسره سي.
هلمند والي د خلګو ستونزي،وړاندیزونه او غوښتني واورېدلې او د حل په موخه یې اړوند څانګو ته لازم هدایات ترسره کړه.
نوموړي وویل چي موږ شپه او ورځ دخلګو د ستونزو د حل او خدمت په خاطر کارکوو.
ترڅو د خلګو ستونزي حل او چاري په عادي ډول رواني سي.
نوموړي زیاته کړه چي مسئولیت ددندي نوم نه بلکي د خدمت نوم دی.چي په دنیا او اخرت کي به یې پوښتنه کېږي.نوباید داسي څه وکړو چي سبا د لوی خدای جل جلاله په حضور کي مأخوذ نسو.هغه وویل چي موږ د خدمت په کولو کي پر تاسو خپل هیڅ احسان نه اچوو.بلکي دا ستاسو حق دی او تاسو یې باید زموږ څخه برملا غوښتنه وکړئ او موږ یې په عملي کولو ځانونه مکلف ګڼو.

هغه وویل چي زموږ دروازې شپه او ورځ ستاسو په وړاندي خلاصي دي.او د خپل لوري یې د هرراز همکارۍ ډاډ ورکړ.

نېټه:۱۴۴۳/۹/۲۲ هــ ق