هلمند والي د عمومي ریاست او ابیارۍ ریاست د مسئولینو سره ناسته وکړه:

  نن مازدیګر مهال د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب د هلمند د عمومي ریاست د رئیس محترم قاري عبدالهادي اخندزاده صاحب او د ابیارۍ ریاست د رئیس محترم قائم صاحب سره د خپل کار په دفتر کي وکتل. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي دیادي ناستي موخه د کجکي د برېښنا فابریکې او […]

 

نن مازدیګر مهال د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب د هلمند د عمومي ریاست د رئیس محترم قاري عبدالهادي اخندزاده صاحب او د ابیارۍ ریاست د رئیس محترم قائم صاحب سره د خپل کار په دفتر کي وکتل.

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي دیادي ناستي موخه د کجکي د برېښنا فابریکې او اوبو ذخیرې اړوند مسایلو باندي بحث او خبري وې.

هلمند والي مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چي د کجکي د اوبو ذخیرې منظم ساتلو ته زیاته پاملرنه وکړي. ترڅو د اوبو د ذخیرې او مصرف ترمنځ انډول وساتل سي.

هغه د کجکي ذخیره د افغانستان په ځانګړي ډول د هلمند اقتصادي پیاوړتیا او ځواکمنتیا لپاره یوه مهمه سرچینه وبلل.
او د هغې پر حیاتي ارزښت یې ټینګار وکړ.

والي صاحب زیاته کړه چي د هلمند اولسونه حق لري ترڅو د کجکي د اوبو څخه پر وخت برخمند سي.او اوبه د اړتیا پر وخت په منظم ډول ورته ورسېږي.
هغه د نیمروز د خلګو ستونزي هم د یادو مسئولینو سره مطرح کړې او په دې اړه یې لازمي سپارښتني او لارښووني ورته وکړې.

د هلمند د عمومي ریاست او ابیارۍ مسئولینو هلمند والي ته د خپل لوري د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

هغو په خپل خبرو کي د هلمندي ولسونو اړتیاوي پوره کول خپل مسئولیت یاد کړ. او د اوبو رسولو په برخه کي یې د هرراز همکارۍ ژمنه وکړه.

نېټه:۱۴۴۳/۹/۱۰ هــ ق