هلمند: موسی کلا ولسوالۍ کي د نویو پرانیستل شویو ښوونځیو استادانو ته ۵ ورځنی ورکشاپ پیل شو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۴) تېره ورځ د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کي د نویو پرانیستل شویو ښوونځیو استادانو ته د LKRO مؤسسې لخوا پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو. په یاد ورکشاپ کي د موسی کلا، باغران، بغني او کجکي ولسوالیو د ښوونځیو استادانو برخه اخېستې، چې تر ۵ ورځو پورې به دوام وکړي. د […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۴)
تېره ورځ د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کي د نویو پرانیستل شویو ښوونځیو استادانو ته د LKRO مؤسسې لخوا پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.
په یاد ورکشاپ کي د موسی کلا، باغران، بغني او کجکي ولسوالیو د ښوونځیو استادانو برخه اخېستې، چې تر ۵ ورځو پورې به دوام وکړي.

د موسی کلا ولسوالۍ د پوهني امر مولوي حمدالله حسیب د ورکشاپ پیل مهم ګام وباله او له ګډونوالو یې وغوښتل چي په کلیو کي د عامه پوهاوي پروګرامونو له لاري خلګ تشویق کړي تر څو خپل اولادونه د زده کړي لپاره ښوونځیو ته ولېږي.

نوموړي زیاته کړه چي دا زموږ د ټولو دنده ده تر څو وطن ته په ګډه کار وکړو چي دا یوازي او یوازي د تعلیم او پوهي له لاري ترسره کېدای شي.