هلمند: لښکرګاه کي د سلطان محمود غزنوي تاریخي قصر له غاصبینو څخه خلاص شو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۶) د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کي د سلطان محمود غزنوي تاریخي قصر د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او لښکرګاه ښاروالۍ په ګډو هڅو د غاصبینو څخه پاک شو. د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو مدیر مولوي حمدالله مدثر وایي: د دې تاریخي ځای د رغولو […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۶) د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کي د سلطان محمود غزنوي تاریخي قصر د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او لښکرګاه ښاروالۍ په ګډو هڅو د غاصبینو څخه پاک شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو مدیر مولوي حمدالله مدثر وایي: د دې تاریخي ځای د رغولو موضوع یې له خپل اړوند وزارت سره شریکه کړې او هغوی ډاډ ورکړی چي په دې اړه یې د نړیوالو مؤسساتو سره خبري رواني کړې چې په وینا یې، هیله شته، ډېر ژر یوې مثبتي پایلي ته ورسیږي.

ښاغلي مدثر ډاډ ورکړ چې د غاصبینو څخه د تاریخي ځایونو د پاکولو دا پروسه جریان لري او د لښکرګاه په شمول به ولسوالیو کي هم تاریخي سیمي له زور واکانو خلاصې او بیا ورغول شي.

هلمند ولایت له هغه ولایتونو څخه دی چي زیاتي تاریخي سیمي لري او د تیرو څو میاشتو راهسي یي زیاتي تاریخي سیمي د زور واکانو له منګلو خلاصي شوې دي.