هلمند: له لښکرګاه څخه تر دوراهي پوري د لومړۍ برخي سړک د بیا ترمیم کولو چاري پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۴) نن یکشنبه د لښکرګاه څخه تر دوراهي پوري د ۱۷ کیلومتره په اوږدوالي د لومړۍ برخي سړک د بیا ترمیم کولو چاري پیل شوې. یاد سړک چي ۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري، لومړۍ برخه یې د لښکرګاه د شیشک څخه بیا تر نهرسراج مکتب پوري د ۱۷ کیلومتره په اوږدوالي د داوري هلمند […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۴)
نن یکشنبه د لښکرګاه څخه تر دوراهي پوري د ۱۷ کیلومتره په اوږدوالي د لومړۍ برخي سړک د بیا ترمیم کولو چاري پیل شوې.

یاد سړک چي ۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري، لومړۍ برخه یې د لښکرګاه د شیشک څخه بیا تر نهرسراج مکتب پوري د ۱۷ کیلومتره په اوږدوالي د داوري هلمند ساختماني او سړک سازۍ شرکت لخوا جوړېږي.
دغه راز د یاد سړک د ۳۵ تخریب شویو پولچکونو له ډلې یې لومړي پړاو کي ۱۴ پولچکونه رغول کیږي.
پر دې سړک ۶،۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چي د شاوخوا ۶ میاشتو په موده کي به یې ټول کارونه بشپړ شي.