هلمند: د ناوې ولسوالۍ روغتیايي مرکز ترمیم او ګټي اخیستني ته وسپارل سو:

هلمند: د ناوې ولسوالۍ روغتیايي مرکز ترمیم او ګټي اخیستني ته وسپارل سو:   د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ دغه روغتیايي مرکز چي په تیرو جګړو کي وران سوی و، د او ایچ پي ایم (OHPM) مؤسیسې لخوا بیا ځل ترمیم او ګټي اخیستني ته وسپارل سو.   د دې روغتون ډیری برخي په […]

هلمند:

د ناوې ولسوالۍ روغتیايي مرکز ترمیم او ګټي اخیستني ته وسپارل سو:

 

د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ دغه روغتیايي مرکز چي په تیرو جګړو کي وران سوی و، د او ایچ پي ایم (OHPM) مؤسیسې لخوا بیا ځل ترمیم او ګټي اخیستني ته وسپارل سو.

 

د دې روغتون ډیری برخي په تیرو جګړو کي ویجاړې سوې وې چي اوس د (OHPM)  مؤسیسي له خوا بیرته ورغېدلې.

د هلمند د عامي روغتیا رئیس د دې روغتیايي مرکز د بیا ځلي ترمیم له امله له یادي مؤسیسې مننه وکړه، او له یادي مؤسیسې څخه یې وغوښتل ترڅو په روغتیایي برخه کي لا نوري مرستي وکړي.

 

د (OHPM) مؤسیسې ولایتي مسؤل وویل چي دا روغتیایي مرکز یې د ۴۵۰۰۰۰ څلور لکه او پنځوس زره افغانیو په لګښت ترمیم او ګټي اخیستني ته وړاندي کړ، او زیاته یې کړه چي په هلمند ولایت کي تر دې مهاله ۷ روغتیایي مرکزونه بیاځل ترمیم او ګټي اخیستني ته سپارل سوي.

 

د یاد روغتیايي مرکز آمر وايي : هره ورځ په دې روغتون کي تر ۳۰۰ ناروغانو کتنه کیږي او درمل ورته برابریږي او زیاته یې کړه چي ټول روغتیايي کارکوونکي دلته د خلکو پر درملنه بوخت دي ، او په ښه کیفیت يي خپل خدمتونه وړاندي کړي دي.

 

د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي: خوښ دي چي یو ځل بیا د ناوې ولسوالی روغتیايي مرکز په بشپړه توګه فعاله سو، دوی زیاته کړه چي تردې وړاندي به مجبور وه چي خپل ناروغان تر لښکرګا ښاره او یا هم تر کندهار رسولای خو اوس يي دلته په ښه توګه درملنه کیږي.

 

د یادوني وړ ده چي په تیرو جګړو کي د دې ولایت ګڼ شمیر روغتیايي مرکزونه وران سوي دي چي اوس يې بیا رغوني او ترمیم ته سخته اړتیا سته.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۵ هـ ق