نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
یاد روغتون چي په تیرو جګړو کي وران سوی و یو ځل بیا د OHPM مؤسیسې په مالي لګښت ترمیم او ګټي اخیستني ته وسپارل سو. د هلمند په جنوب ختیځ کي د خشکابې سیمه چي یوه له لیري پرتو سیمو ګڼل کیږي، ددغه سیمي یو روغتون چي په تیرو جګړو کي يې یو […]
یاد روغتون چي په تیرو جګړو کي وران سوی و یو ځل بیا د OHPM مؤسیسې په مالي لګښت ترمیم او ګټي اخیستني ته وسپارل سو.
د هلمند په جنوب ختیځ کي د خشکابې سیمه چي یوه له لیري پرتو سیمو ګڼل کیږي، ددغه سیمي یو روغتون چي په تیرو جګړو کي يې یو شمېر برخي وراني سوي وې، بیرته ورغول سو.
د عامي روغتیا ریاست مرستیال وايي د دې روغتون د بیارغوني چاري په ښه توګه ترسره سوي دي. ده وویل : ځايي روغتیا پالانو ته يې هم د درملني او نورو روغتیايي فعالیتونو د ښه وړاندي کولو لارښوونه کړې ده.
د او ایچ پي ایم مؤسيسې مشر ډاکټر شیرعلي شاکر وايي : لس لکه پنځوس زره افغانۍ پر دې روغتون لګښت راغلی، چي شاوخوا دولس تخریب سوي خونې بیرته ورغول سوې. وايي : د دې روغتون سره به د اتیا وړ تجهیزاتو ، او درملو مرسته هم جاري وساتي.
د دې سیمي عام اوسیدونکي خوشحاله دي او وايي : په دې خوښ دي ، چي خپله سیمه کي ورته روغتیايي مرکز یو ځل بیا ترمیم او فعالیت يې په ښه توګه روان سوی دی. هغوی غوښتنه کوي، چي د سیمي روغتیايي مرکزونو ته باید عامي روغتیا ریاست او موسسات لا ډيره پاملرنه وکړي.
د یادوني وړده چي هلمند کي د یو شمیر مؤسیساتو له خوا د روغتیايي مرکزونو ملاتړیزه فعالیتونه روان دي، چي ډیری خلک وايي : د ناروغیو پر درملني يې ښه اغېزه کړې.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۷ هـ ق
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.