هلمند: بې سرپرسته ښځو ته په خپلو کورونو کي د کار کولو زمینه برابره شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)تېره ورځ د هلمند ولایت اړوند په ګرشک او نادعلي ولسوالیو کي ٣٠ تنو کونډو، بېوزلو او ناداره ښځو ته په خپلو کورونو کي د حلالي نفقې برابرولو زمینه برابره شوه. دغو بېوزله او کونډو ښځو ته د چرګانو روزلو واړه فارمونه په خپلو کورونو کي جوړ سول چي د بوختیا تر څنګ […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)تېره ورځ د هلمند ولایت اړوند په ګرشک او نادعلي ولسوالیو کي ٣٠ تنو کونډو، بېوزلو او ناداره ښځو ته په خپلو کورونو کي د حلالي نفقې برابرولو زمینه برابره شوه.

دغو بېوزله او کونډو ښځو ته د چرګانو روزلو واړه فارمونه په خپلو کورونو کي جوړ سول چي د بوختیا تر څنګ به د ورځنیو اړتیاو په پوره کولو کي ورسره مرسته او همکاري کوي.

ددې پروسې په لړ کي هري یوې کورنۍ ته ٢٠ قطعې د هګیو چرګان، ١٠٠ کیلوګرامه د چرګانو خوراکه، ٢ عدده دانه خوری، ٢ عدده اوبه خوری، ٦٠ ګرامه ویټامین، ٦٠ ګرام اموکسي او ٦٠ ګرامه ګلکوز درمل وویشل سول.

ګټه اخیستوونکي کورنۍ له یادو مرستو خوښي ښیي او زیاتوي چي دوی به د یادو فارمونو له درکه خپل ورځنی عاید راټولوي او په خپلو لومړنیو اړتیاوو به یې لګوي تر څو د نورو له احتیاجه خلاص او په خپلو مټو ځان ته حلاله نفقه برابره کړي.

د یادوني وړ ده چي دغه پروسه د ORCD موسسې په تخنیکي او UNDP مؤسسې په مالي همکارۍ چمتو شوې وه، چي په راتلوونکي کي به هم د بېلابېلو برنامو له لاري د ګڼو نورو کورنیو سره مرستي او همکارۍ چمتو کړي.