هلمند:دبولان څیړنیز فارم کې د غنمو پر بیلابیلو ډولونو تحقیق او څېړنه کیږي

  دکرنی ، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بولان څېړنیز فارم کې د مورنيو ، هستوي او تجربوي تخمونو کرنه سرته رسېدلې ده چې په یادو څېړنو کې د غنمو پر 11 نوعو ( ډولونو) لکه د نباتاتو د اصلاح ، د اګرانومۍ او د امراضو د مطالعې سیټونه شامل دي ، د فني […]

 

دکرنی ، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بولان څېړنیز فارم کې د مورنيو ، هستوي او تجربوي تخمونو کرنه سرته رسېدلې ده چې په یادو څېړنو کې د غنمو پر 11 نوعو ( ډولونو) لکه د نباتاتو د اصلاح ، د اګرانومۍ او د امراضو د مطالعې سیټونه شامل دي ، د فني او مسلکي کارمندانو لخوا تحقیق او څېړنه ترسره کیږي
د یادو تجربو په لړ کې د غنمو د اصلاح شوي تخم تولید په موخه پر هغو ډولونو تحقیق او څیړنه کیږي چې دګرمې هوا او امراضو په مقابل کې مقاومت لري او د نورو محلي تخمونو په پرتله دوه برابره زیات حاصلات ورکوي.
تر څیړنو او مثبتو پایلو ترلاسه کولو وروسته بیا یاد تخمونه د کرنې وزارت محترم مقام د ځانګړې کړنلارې له مخې خصوصي او نیمه امارتي کرنیزو تصدیو ته په واک کې ورکول کیږي.
کرنې اداره پلان کې لري چې هلمند کې د حبوباتو ، سبزیجاتو او میوه جاتو د تخمونو د اصلاح ، ترویج او تکثیر په برخه کې د خپلو مسلکي کارمندانو په مټ کار وکړي ترڅو له مخې یې د ځمکوالو حاصلات لوړ او د قناعت وړ عاید ترلاسه کړي.

نیټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۷ هـ ق.