نیمروز: په درېو میاشتو کې ۴۰ میلیونه افغانۍ اضافه عواید راټول سوي دي

  زرنج، د روژې ۲۴ مه/ د غویی ۵ مه د نیمروز مستوفیت ته د مالیې وزارت له لورې ١٤٠،٠٠٠،٠٠٠ یوسلو څلویښت میلیونه افغانۍ ټارګیټ ورکول سوی وو. چې د درېو میاشتو (جدي، دلو او حوت) کې ۴۰ میلیونه افغانۍ اضافه عواید راټول سوي دي. د نيمروز ولایت مستوفي، الحاج خدايداد “عمري” باختر آژانس ته […]

 

زرنج، د روژې ۲۴ مه/ د غویی ۵ مه

د نیمروز مستوفیت ته د مالیې وزارت له لورې ١٤٠،٠٠٠،٠٠٠ یوسلو څلویښت میلیونه افغانۍ ټارګیټ ورکول سوی وو.
چې د درېو میاشتو (جدي، دلو او حوت) کې ۴۰ میلیونه افغانۍ اضافه عواید راټول سوي دي.

د نيمروز ولایت مستوفي، الحاج خدايداد “عمري” باختر آژانس ته وویل، چې د نیمروز ولایت د مستوفیت عواید تر ټاکلي کچې ۴۰ میلیونه اضافه راټول سوي او د درېو میاشتو عواید ١٨٠،٩٥١،٥٦٣ یو سلو اتیا میلیونه، نه لکه یو پنځوس زره، پنځه سوه درې شپیته میلیونه، عواید راټول سوي دي.

ښاغلي عمري د عوایدو د راټولو په برخه کې د اړوندو مسؤولینو څخه مننه وکړه او د ښاریانو څخه یې وغوښتل چې د ماليې پر وخت ورکړي سره، خپل مالياتى مسؤوليت ادا کړي.

د مستوفي په خبره، په تېر نظام کې د عوایدو کچه ډیره ټېټه وه، او د ا.ا د حاکمیت سره سم دا ګراف لوړ سوی او د لا لوړیدلو په تړاو یې هڅې رواني دي.