نیمروز: د ولایت مقام ادارې غونډه ترسره سوه

  زرنج، د روژې ۲۴ مه/ د غویی میاشتې ۵ مه نن دوشنبه د ماپښین وروسته، د نیمروز ولایت مقام ادارې غونډه د همدې ولایت د والي ملا نجیب الله “رفیع” تر مشرۍ لاندي په داسې حال کې، چې د ملکي او نظامي ادارو ټولو مسؤولینو هم ګډون کړی وو؛ ترسره سوه. یاد ادارې مجلس […]

 

زرنج، د روژې ۲۴ مه/ د غویی میاشتې ۵ مه

نن دوشنبه د ماپښین وروسته، د نیمروز ولایت مقام ادارې غونډه د همدې ولایت د والي ملا نجیب الله “رفیع” تر مشرۍ لاندي په داسې حال کې، چې د ملکي او نظامي ادارو ټولو مسؤولینو هم ګډون کړی وو؛ ترسره سوه.

یاد ادارې مجلس چې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ترسره سو، د قرآن کریم د سپیڅلو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه.

په پیل کې د نیمروز والي، ښاغلي ملا نجیب الله “رفیع”، رئیسانو ته په خطاب کې وویل: لازمه ده ترڅو د ولس د خدمت په موخه هېڅ راز هڅې ونه سپمول سي او د ځوریدلي ولس لپاره بي شمېره هلي ځلي ترسره سي.

ښاغلي رفیع زیاته کړه، چې د اختر د رارسېدو په مناسبت، ټول مسؤولین په ځانګړی توګه امنیتي مسؤولین دې ولس ته د ډاډمن امنیت د رامنځته کولو په موخه هڅې وکړي ترڅو هېوادوال په سهې توګه د اختر ورځې ولمانځي.

وروسته یو شمېر رئیسانو خپلي لاسته راوړنې، ستونزې او وړاندیزونه د ولایت مقام سره شریک کړل او ولایت مقام په ترسره سوو کارونو یې خوښې وښودله په پاته کارونو یې ټینګار وکړ.

په ادارې غونډه کې پر یو شمېر نورو مسایلو هم هر اړخیزې خبرې او مشورې وسوې او همدا راز لازم تصامیم ونیول سول.
ادارې غونډه د دُعا په ویلو سره پایته ورسېدل.