نیمروز :د امنیت آمر له امنیتې مسؤولینو سره امنیتي ناسته وکړه

  زرنج، د روژې ۲۵مه/ د غویی ۶ مه د باختر خبري آژانس د راپور پر اساس، د نيمروز د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر مولوي محمد “مهاجر” د همدې ولایت د څلورو امنيتي حوزو له آمرینو، د جنایې مدیرانو او د استخباراتو له منسوبینو سره په خپل کاري دفتر کې د امنیت د تآمین […]

 

زرنج، د روژې ۲۵مه/ د غویی ۶ مه

د باختر خبري آژانس د راپور پر اساس، د نيمروز د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر مولوي محمد “مهاجر” د همدې ولایت د څلورو امنيتي حوزو له آمرینو، د جنایې مدیرانو او د استخباراتو له منسوبینو سره په خپل کاري دفتر کې د امنیت د تآمین په موخه امنیتي ناسته وکړه.

د امنيت آمر ښاغلي “مهاجر” د ولایت مقام د هدایت سره سم، د بهرنیو پیسو د بنډیز او افغانۍ پيسو د ترويج په اړه، د ګډونوالو سره معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، هغه موټران چې ښیښې یې توري دي، باید پر چک پاینټونو باندي توقیف او ښیښې یې پاکي سي.

همداراز په همدې ناسته کې د زرنج ښار د امنيت په اړه خبرې وسوې او اړوند تصامیم ونیول سول.