نیمروز: د اقتصاد رئیس، د موسساتو سره د همغږۍ غونډه وکړه

  زرنج، د روژې ۲۳ مه/ د غویی میاشتې ۴مه د باختر آژانس د خبر له مخې، د نیمروز ولایت د اقتصاد رئیس، ملا عبدالغفور “مبارک” د همدې ولایت د فعالو موسساتو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه. په ناسته کې د ولایت مقام استازی، د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو رئیس، عامې روغتیا […]

 

زرنج، د روژې ۲۳ مه/ د غویی میاشتې ۴مه

د باختر آژانس د خبر له مخې، د نیمروز ولایت د اقتصاد رئیس، ملا عبدالغفور “مبارک” د همدې ولایت د فعالو موسساتو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه.

په ناسته کې د ولایت مقام استازی، د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو رئیس، عامې روغتیا او د طبعی پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاستونو استازو هم حضور درلود.

په دې ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې اترې وسوې او په پای کې د اړوندو موسساتو او ریاستونو ترمنځ پر لازیاتې همغږۍ ټینګار وسو.