نيمروز کې دنظامي وسلو او تجهيزاتو د قاچاق مخه ونيول شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۳)د ۲۱۵ عزم قول اردو، دريم کنډک دويمې سرحدي ټولۍ پوله ساتو ځواکونو د نيمروز ولايت کنګ ولسوالۍ کې، يو تن چې غوښتل يې يو شمير نظامي توکي او تجهيزات قاچاق کړي ونيول شو. دغه توکو کې؛ ۲ ايم فور، ۲ دوربين، ۲ بم افګن، ۱ روسي ثقيل، ۱۱ د راکټ مرمۍ، ۲۱ […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۳)د ۲۱۵ عزم قول اردو، دريم کنډک دويمې سرحدي ټولۍ پوله ساتو ځواکونو د نيمروز ولايت کنګ ولسوالۍ کې، يو تن چې غوښتل يې يو شمير نظامي توکي او تجهيزات قاچاق کړي ونيول شو.

دغه توکو کې؛ ۲ ايم فور، ۲ دوربين، ۲ بم افګن، ۱ روسي ثقيل، ۱۱ د راکټ مرمۍ، ۲۱ شاجورونه او بيلابيل ډوله نظامي توکي شامل دي.

يادې نظامي وسلې او تجهيزات په ډېرې ځيرکتيا سره په موټر کې ځای پر ځای شوي وو، چې د اسلامي اردو مجاهدينو لخوا کشف او ونيول شول؛ تورن کسان د لا زياتو څېړنو لپاره مربوط ارګانونو ته وسپارل شو.