نوزاد ولسوالۍ کي د ۹۰ محلي ټولګیو د جوړښت په موخه له ۱۸۰ تنه ښوونکو څخه ازموینه واخیستل سوه:

  نن د هلمند ولایت اړوند نوزاد ولسوالۍ کي د ۹۰ ځایې ټولګیو د جوړېدو په موخه د ۱۸۰ تنه ښوونکو څخه په شفافه توګه د څارونکو تر نظارت لاندي ازموینه واخیستل سوه. دغه ځایي ټولګۍ په هلمند کي د ای ار سي (IRC) مؤسیسې په مالي لګښت او ملاتړ جوړیږي، چي پکښي به د […]

 

نن د هلمند ولایت اړوند نوزاد ولسوالۍ کي د ۹۰ ځایې ټولګیو د جوړېدو په موخه د ۱۸۰ تنه ښوونکو څخه په شفافه توګه د څارونکو تر نظارت لاندي ازموینه واخیستل سوه.

دغه ځایي ټولګۍ په هلمند کي د ای ار سي (IRC) مؤسیسې په مالي لګښت او ملاتړ جوړیږي، چي پکښي به د یادي ولسوالۍ ګڼ شمېر ماشومانو، ځوانانو او ښځینه زده کوونکو ته د لومړنیو زده کړو زمینه برابره سي.

د هلمند ولایت د پوهني رئیس محمد عوض (انصاري) وایي په دغه ۹۰ ټولګیو کي به ۷۵ ټولګۍ د نارینه او پاته ۱۵ ټولګۍ به د ښځینه زده کوونکو لپاره ځانګړي سي، او زیاتوي چي د یادو ټولګیو په جوړېدو او فعالېدو سره به د نوزاد ولسوالۍ نارینه او ښځینه زده کوونکو ته د ابتدایي زده کړو زمینه برابره سي.

نوموړي د ای ار سي موسیسې له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړل ترڅو د هلمند ولایت په لیري پرتو ولسوالیو کي دي هم دې ورته نوري ټولګۍ جوړي سي، ترڅو اوسنی نسل د ښووني او روزني څخه برخمن سي او په راتلونکي کي د خپل دین، هیواد او خلګو لپاره د خدمت جوګه سي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۲ هـ ق