ننګرهار کې په (۱۵) هکتاره ځمکه د بیرې ځنګل جوړونې چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې سویډن کمېټې په مالي مرسته (۱۵) هکتاره غيرې زراعتي ځمکه يا غونډيو باندې د ځنګل جوړونې په موخه د تراسونو جوړونې چارې پیل شوې. د چارو پیل مراسمو کې دسويډن کميټې مسٶلینو ، داچين ولسوالۍ ولسوال  قومي مخورو او ځوانانو حضور درلود. د اچین ولسوالۍ مسٶلین […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې سویډن کمېټې په مالي مرسته (۱۵) هکتاره غيرې زراعتي ځمکه يا غونډيو باندې د ځنګل جوړونې په موخه د تراسونو جوړونې چارې پیل شوې. د چارو پیل مراسمو کې دسويډن کميټې مسٶلینو ، داچين ولسوالۍ ولسوال  قومي مخورو او ځوانانو حضور درلود.
د اچین ولسوالۍ مسٶلین وایي چې ددې پروژې له پیل سره ګڼو کاریګرو ته د کار زمينه برابره شوې همدارنګه به یې سیمې ته هر اړخيزه ګټه، اقليمي بدلون او طبيعي پيښو پر وړاندې مبارزې، د شاتو  توليد او ورته نورې عام المنفعه ګټې ورسيږي.
د سيمو خلکو د يادې پروژې څخه خوښې څرګنده کړه او د سیمې لپاره یې دا یوه حياتي پروژه وګڼله.