ننګرهار کانال ریاست سږ کال د زیتون تیل او اچار بولۍ له لارې وپلورل

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۶) د ننګرهار کانال ریاست مسٶلین وایي چې د کانال ریاست اړوند زیتونو تیل او اچار یې د بولۍ له لارې څه د پاسه په (۷۱) میلیونه افغانیو وپلورل. دوی په خبره(  ۱۲۱۰۷۳) ليتره زيتون تېلو او ۳۱۶۵۰ بوتله ۵۰۰ګرامه اچارو رڼه ، شفافه او عادلانه داوطلبۍ پروسه تر سره شوه چې […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۶) د ننګرهار کانال ریاست مسٶلین وایي چې د کانال ریاست اړوند زیتونو تیل او اچار یې د بولۍ له لارې څه د پاسه په (۷۱) میلیونه افغانیو وپلورل. دوی په خبره(  ۱۲۱۰۷۳) ليتره زيتون تېلو او ۳۱۶۵۰ بوتله ۵۰۰ګرامه اچارو رڼه ، شفافه او عادلانه داوطلبۍ پروسه تر سره شوه چې یو لیتر زیتون تېل په ۵۶۲ افغانیو او یو بوتل زیتون اچارو بوتل په ۱۰۵ افغانۍ بولي شوو ،چې جمله ترې څه د پاڅه ۷۱ ملیونه افغانۍ عواید به  راټول او د دولت خزانې ته به وسپارل شي .
دغه پروسه د ننګرهارکانال ریاست رئيس مولوي غلام الرحمن کظیم تر نظارت او حضور لاندې د پنځو شرکتونو ترمنځ ترسره شوه چې د تېلو ګټوونکی المدینه شرکت یو تن مسوول سهیل لنګریار وايي : مونږ به د خپل وطن دا سوچه او خالص زیتون تېل بهرنیو ملکونو ته صادرو او د ننګرهارکانال زیتون په نوم به يې پلورو
د یادونې ده چې د زیتونو اچار د حاجي اسما عیل په نوم یو تن سوداګر وګاټه.