ننګرهار: د ۹،۴ میلیونه افغانیو په لګښت سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۴)د ننګرهار ولایت جلال اباد ښاروالۍ له لوري په شپږمه ناحیه کې د غرفو بازار کانکریټي سړک د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د جلال اباد ښاروال حاجي ملا نعمت الله اخند، د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس انجنیر دوست محمد چهاردیوال، د شپږمې ناحیې آمر انجنیر عظمت الله، وکیل ګذرانو […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۴)د ننګرهار ولایت جلال اباد ښاروالۍ له لوري په
شپږمه ناحیه کې د غرفو بازار کانکریټي سړک د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د جلال اباد ښاروال حاجي ملا نعمت الله اخند، د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس انجنیر دوست محمد چهاردیوال، د شپږمې ناحیې آمر انجنیر عظمت الله، وکیل ګذرانو او ځوانانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ددې مراسمو پرمهال د جلال اباد ښاروال حاجې ملا نعمت الله اخند د سیمې له خلکو مننه وکړه، چې د پروژه په ښه تطبیق کې یې ناحیې سره هر راز همکارې کړې او وخت په وخت یې ترې څارنه کړې ده.
نومړي ژمنه وکړه چې دا او دېته ورته نورې د بیارغونې پروژې په پام کې لري او ژر به یې ولسونه د کار د پېل شاهدان اوسي.
بلخوا یې په ولسونو هم غږ وکړ، چې د عوایدو په راټولیدو، صفایې او نورو برخو کې ښاروالۍ سره همکارې وکړي، ترڅو د خپلو داخلي عوایدو په مټ دغه ډول پروژې پلي کړو.
په ورته مهال د تخنيکي او سکتوري چارو رئيس انجينر دوست محمد چهارديوال وویل، دا سړک او ویاله د ښاروالۍ په داخلي عوايدو  جوړ شوي، د سږ کال لپاره موږ ۱۴ پروژې پلان کړي د هغې له ډلې یوه دا هم وه چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او نږدي ورځو کې به نورې ورته پروژې هم په بېلابېلو ناحیو کې پېل کړو.

یاد سړک یو کیلو مټر اوږدوالي، ۷ متره لنډوالی او دوه کیلو متره ویاله دواړو طرفو ته لري، چې ۹،۴ میلونه افغانۍ په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې  چارې بشپړې شوې.
ننګرهار باختـــــر خبري اژانس