ننګرهار: د نظامي کمېسیون ختیځې حلقې مسئول د حصارک ولسوالۍ لپاره تشکیل معرفي کړ (انځوریز)

نن سهار د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ اړوند د ولسوالۍ په مرکزي جامع مسجد کې د نظامي کمېسیون ختیځې حلقې مسئول شیخ عبدالله شهیدخېل صاحب له لوري د یادې ولسوالۍ د ولس په وړاندې د ولسوالۍ تشکیل معرفي کړ، په یاده غونډه کې د حلقې مسئول او د یاد ولایت د قضاء ابتدایې محکمې رئیس، […]

نن سهار د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ اړوند د ولسوالۍ په مرکزي جامع مسجد کې د نظامي کمېسیون ختیځې حلقې مسئول شیخ عبدالله شهیدخېل صاحب له لوري د یادې ولسوالۍ د ولس په وړاندې د ولسوالۍ تشکیل معرفي کړ، په یاده غونډه کې د حلقې مسئول او د یاد ولایت د قضاء ابتدایې محکمې رئیس، د دعوت ارشاد رئیس او د تعلیم او تربیې رئیس له لوري ویناوې ترسره شوې، د معلوماتو پر بنسټ ښاغلي شهید خېل خپل مربوط مدیران ولس ته معرفي کړل.

د یادې غونډې ګډونوالو ته په اخر کې د اسلامي امارت د حلقې مسئولینو له لوري د طعام ترتیب هم شوی وو، چې په ترڅ کې یې د جامع مسجد نوم په عمري مسجد باندې ونومول شو.

د یادې غونډې ویډیو به هم په نږدې وخت کې رسنیزه شي ان شآء الله تعالی.
۲۰۲۱/۸/۹