ننګرهار: د ختيځ لبنياتو کار خونه هره ورځ ۳۵۰۰ کيلوګرامه شېدې پروسس کوي

د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د ختيځ لبنياتو فابريکه هره ورځ ۳۵۰۰ کیلوګرامه شېدې په لوړ کيفيت پروسس کوي او د شېدو ساتلو ترڅنګ ترې مستې، شړومبې، کووا، چکه، پېروی، ملايي او پنير توليدوي. دا فابريکه چې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د لس زره کيلو ګرامه شېدو پروسس په […]

د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د ختيځ لبنياتو فابريکه هره ورځ ۳۵۰۰ کیلوګرامه شېدې په لوړ کيفيت پروسس کوي او د شېدو ساتلو ترڅنګ ترې مستې، شړومبې، کووا، چکه، پېروی، ملايي او پنير توليدوي.
دا فابريکه چې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د لس زره کيلو ګرامه شېدو پروسس په ظرفيت جوړه شوې په ۱۳۹۴ کال کې يې فعالیت پیل کړی، چې د دې ولايت له اوو ولسواليو کامې، کوز کونړ، بټي کوټ، سره رود، چپرهار بهسودو او شينوارو ولسواليو بزګرانو څخه شېدې ترلاسه کوي.
په دې فابريکه کې ۴۵ کسان په مستقيم او غير مستقيم ډول دنده تر سره کوي او بزګرانو ته د شېدو پلورلو له امله ښه عايد لاس ته ورځي.
د يادې کارخانې مدير خالد خان وايي؛ که اسلامي امارت په ښار کې د بې کيفيته لبنياتو مخنیوی وکړي او دوی ته د ښار په بېلابېلو ساحو کې د غرفو کينولو اجازه ورکړي؛ نو کارونه به يې پراختيا پيدا او ډېرو خلکو ته به د کار زمينه برابره کړي.

8/4/1443