ننګرهار: تر ۱۰۰۰ زیاتو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۷) د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ «ګړوکو» سیمه کې د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه او  ګټې اخیستنې کلیو پراختیا رئیس مولوي قسمت الله مبارز وایي چې لدې شبکې به ۱۱۷۰ کورنۍ د څښاک پاکې اوبه ترلاسه کړي. رئیس زیاته کړه چې د AHFمؤسسې په مالي اوډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ دغه […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۷) د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ «ګړوکو» سیمه کې د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه او  ګټې اخیستنې
کلیو پراختیا رئیس مولوي قسمت الله مبارز وایي چې لدې شبکې به ۱۱۷۰ کورنۍ د څښاک پاکې اوبه ترلاسه کړي.
رئیس زیاته کړه چې د AHFمؤسسې په مالي اوډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ دغه پروژه د اوبو چینې څخه ، د ۳۰ متر مکعب او ۸۰متر مکعب ظرفیت دوه ذخیرو په لرلو سره د۱۶۷۵۵ مترو په اوږدوالي د۱۱میاشتو په موده کې جوړه شوه.

زعفران

له یاد ولایت څخه په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د دغه ولایت کرنې ریاست له لوري په حصارک ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګرو ته په ازمایښتي ډول زعفرانو تخم ورکړل شوی چې اوس حاصل ته رسیدلي او کرونګر یې له حاصل راضي دي.
کرنې ریاست مسٶلینو په خبره په یادې ولسوالۍ کې د زعفرانو ننداریزې قطعې جوړې شوي او کرونګرو ته پوهاوی ورکړل شوی چې سږ کال یادو قطعو په لومړي ځل ښه حاصل ورکړی.
مسٶلین وایې چې حصارک ولسوالۍ د زعفرانو لپاره مناسب اقلیم لري هلې ځلې کوو ترڅو کروندګرو سره پدې برخه کې لازمه همکاري وکړو او د زعفرانو کرونده لا پراخه کړو.