میدان وردګ: په نرخ ولسوالۍ کې ۳ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۶) د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ د ګډوالو په ښارګوټي کې د کډوالو چارو امریت سره په همغږۍ د UNHCR په مالي لګښت او د ابرار مؤسسې لخوا د ۷۲ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د غونډو لپاره یو تالار، ۱۴ پلچکونه او ۱۰ غرفې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۶) د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ د ګډوالو په ښارګوټي کې د کډوالو چارو امریت سره په همغږۍ د UNHCR په مالي لګښت او د ابرار مؤسسې لخوا د ۷۲ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د غونډو لپاره یو تالار، ۱۴ پلچکونه او ۱۰ غرفې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د UNHCR او ابرار مؤسسې مسؤلینو په خپلو خبرو کې وویل: دا پروژې په لوړ کیفیت کار شوې او د سیمې خلکو یې اصلي څښتنان دي باید ساتنې ته یې ځانګړی پام وکړي.