نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
مولوي مطیع الحق عثمان د میدان وردګو د عدلیې ریاست د سرپرست رییس په توګه رسماً دنده پیل کړه او د ولایت د ویاند مولوي ضياء الحق حسان له خوا د نوموړي ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو. ښاغلي حسان مسوولیت دروند بار وباله او زیاته یې کړه، په ا.ا کې د مسوولیتونو په وېش کې […]
مولوي مطیع الحق عثمان د میدان وردګو د عدلیې ریاست د سرپرست رییس په توګه رسماً دنده پیل کړه او د ولایت د ویاند مولوي ضياء الحق حسان له خوا د نوموړي ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
ښاغلي حسان مسوولیت دروند بار وباله او زیاته یې کړه، په ا.ا کې د مسوولیتونو په وېش کې له پوره غور/ دقت کار اخیستل کېږي؛ تر څو وړ کس ته مسوولیت وسپاري. د ده په خبره، په ا.ا کې مسوولیت غوښتل کېږي نه، بلکې ورته سپارل کېږي. نوموړي د یاد ریاست نوی مسوول او اداري کارکوونکي وهڅول تر څو د ولس په خدمت کې ګړندي ګامونه پورته کړي او له پخوا زیات کار وکړي.
د غونډې په پای کې د یاد ریاست سرپرست رییس ښاغلي عثمان وويل، د ولس د خدمت لپاره به زیاته هڅه کوي او خپل کارکوونکي یې اطاعت، تقوا او د خلکو خدمت ته وهڅول.
2021/11/6
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.