نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند د ټولو دیني مدارسو، دار الحفاظونو او کلیوالي مدرسو له مهتممینو سره پرتمینه غونډه تر سره شوه، چې د مدارسو ګڼ شمېر مسئولینو پکې برخه اخستې وه. غونډه کې علماء کرامو په اوسني وخت کې د مدرسو په اهمیت او د علماء کرامو پر مسئولیت مفصلې خبرې وکړې، ورپسې […]
میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند د ټولو دیني مدارسو، دار الحفاظونو او کلیوالي مدرسو له مهتممینو سره پرتمینه غونډه تر سره شوه، چې د مدارسو ګڼ شمېر مسئولینو پکې برخه اخستې وه.
غونډه کې علماء کرامو په اوسني وخت کې د مدرسو په اهمیت او د علماء کرامو پر مسئولیت مفصلې خبرې وکړې، ورپسې د دې ولایت د تعلیم او تربیې سمه ییزو مسئولینو د تعلیمي ادارو په اړه د تعلیمي کمېسیون پالیسي او طرز العملونه توزیع او تشریح کړل.
په یاده غونډه کې دمدارسو په مشکلاتو هم خبرې وشوې، د مدارسو مهتممینو ته د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د دیني مدارسو، دارالحفاظونو او کلیوالي مدرسو طرز العملونه او د کلني مشترک ۱۴۴۲هق کال د امتحان د شاګردانو د امتحان د نتایجو جدولونه وروسپارل شول.
د مدارسو مسئولینو ته د شاګردانو د ښې روزنې توصیه وشوه، د علماءکرامو مشورې او غوښتنې هم واورېدل شوې.
غونډه د دعاء په لوستلو سره په ډاډمنه فضاء کې پای ته ورسېده. ۲۰۲۱/۵/۲۹
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.