میدان وردګ: د څلورم ځل لپاره د ولایت په کچه د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

د میدان وردګ په (۷) ولسوالیو کې د عامې روغتیا ریاست لخوا د اسلامي امارت تر راتګ وروسته د څلورم ځل لپاره د پولیو ضد واکسینو کمپاین پیل شو. د دغه کمپاین د پیل پر مهال د میدان وردګو والي حافظ محمد امین عمري په ولسونو غږ وکړ چې خپل ماشومان واکسین کړي او د […]

د میدان وردګ په (۷) ولسوالیو کې د عامې روغتیا ریاست لخوا د اسلامي امارت تر راتګ وروسته د څلورم ځل لپاره د پولیو ضد واکسینو کمپاین پیل شو.

د دغه کمپاین د پیل پر مهال د میدان وردګو والي حافظ محمد امین عمري په ولسونو غږ وکړ چې خپل ماشومان واکسین کړي او د بېلابېلو ناروغیو څخه د ځان ساتنې په موخه د عامي روغتیا لارښووني په ورځني ژوند کې په پام کې ونیسئ، هغه د عامي روغتیا له مسؤلیو او روغتیاپالانو څخه مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې د میدان وردګ ولایت د ناروغانو درملنه او ماشومان واکسین کوي.

په ورته وخت کې د عامي روغتیا رییس ډاکټر زرک ځیرک وویل: د یاد کمپاین په جریان کې به د ولایت په (۷) ولسوالیو کې د (۱۰۱۵) روغتیایي پرسونل لخوا (۱۰۲۲۷۱۰) ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو ښکته وي واکسین شي.

د یادولو وړ ده دغه کمپاین به له بهسودینو ولسوالیو پرته په ټولو ولسوالیو کې پلی شي او د واورې په اوبه کېدو سره به په بسهودینو ولسوالیو کې هم عملي شي.

د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر.