میدان وردګ: د عامې روغتیا ریاست له لوري، د پولیو ضد واکسینو کمپاین پیل شو.

په میدان وردګو ولایت کې، د عامې روغتیا مسوولینو له لوري د پولیو/ ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیل شو؛ د عامې روغتیا رییس وویل، چې په دغه ولایت کې به یو لک او ۵۴ زره ۲ سوه او لس ماشومانو ته، چې عمرونه یې له پنځو کلونو ښکته وي، د پولیو ضد واکسین ورکړل شي. […]

په میدان وردګو ولایت کې، د عامې روغتیا مسوولینو له لوري د پولیو/ ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیل شو؛ د عامې روغتیا رییس وویل، چې په دغه ولایت کې به یو لک او ۵۴ زره ۲ سوه او لس ماشومانو ته، چې عمرونه یې له پنځو کلونو ښکته وي، د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

 د همدې کمپاین په لړ کې به یو لک ۳۸ زره ۷ سوه ۹۹ ماشومانو ته، چې عمرونه یې له شپږ میاشتو تر پنځو کلونو وي، د ویټامین اې درمل هم ورکړل شي.

د دغه کمپاین د پرانېستې پر وخت، د یاد ولایت والي ښاغلي الحاج مولوي رحیم الله محمود د عامې روغتیا مسوولینو ته د ولایتي ادارې له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړ، نوموړي پر ولسونو غږ وکړ، چې خپل ماشومان له ناروغیو د خوندي ساتلو په موخه واکسین کړي او د روغتیاپالانو لارښوونې په ورځني ژوند کې عملي کړي.

د پولیو ضد واکسین، چې د یونېسف په مالي ملاتړ ورکول کېږي، دا ځل خلک ځکه ورته خوښ دي، چې یاد کمپاین به په ښه توګه ترسره شي او پر وړاندې یې هېڅ امنیتي ګواښ نشته.

‏2021‏/11‏/8