میدان وردګ: دایمیرداد ولسوالۍ کې د ۸ کیلو متره سړک د ترمیم چارې پیل شوې

د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالۍ کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۳ میلیونو او دوه لکه افغانیو په ارزښت د ۸ کیلو متره سړک د ترمیم او جغل اندازۍ چارې پیل شوې. د میدان وردګو والي حافظ محمد امین عمري د یاد سړک په ترمیم خوښي څرګنده کړه؛ نوموړي د ټولګټو چارو […]

د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالۍ کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۳ میلیونو او دوه لکه افغانیو په ارزښت د ۸ کیلو متره سړک د ترمیم او جغل اندازۍ چارې پیل شوې.

د میدان وردګو والي حافظ محمد امین عمري د یاد سړک په ترمیم خوښي څرګنده کړه؛ نوموړي د ټولګټو چارو له رياست او د شرکت له مسوولينو غوښتنه وکړه، تر څو د سړک د ترمیم او جغل اندازۍ پر وخت کميت او کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دغه راز د میدان وردګو ټولګټو چارو رییس مولوي شفیع الله احمد د یادې پروژې د پیل پر مهال وویل، ټول ۲۶ کیلو متره سړک سروې شوی، چې له دې جملې نن د ۸ کیلو متره سړک د ترمیم چارې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ تر سره کیږي؛ د نور سړک د ترمیم او جغل اندازۍ چارې به امکاناتو ته په کتو پیل شي.

په ورته وخت کې د یاد ولایت والي په دایمیرداد ولسوالۍ ته د سفر پر مهال له دیني مدرسو څخه هم لیدنه وکړه او زده کوونکي یې خپلو درسونو ته وهڅول.