میدان وردګ: امنیې قوماندانۍ خپل پرسونل ته امنیتي یونفورم توزیع کړ

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۴) نن د میدان وردګو ولایت په امنیه قوماندانۍ کې د امنيتي يونفورم د توزیع په موخه د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې شاوخوا(۱۷۵۰) تنو نظامي مسؤلینو ته امنیتي یونفورم توزیع شو. یاد مراسم چې ددې ولایت په امنیه قوماندانۍ کې ترتیب شوي و، پرمهال یې ددې ولایت امنېې قوماندان الحاج شیخ […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۴)
نن د میدان وردګو ولایت په امنیه قوماندانۍ کې د امنيتي يونفورم د توزیع په موخه د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې شاوخوا(۱۷۵۰) تنو نظامي مسؤلینو ته امنیتي یونفورم توزیع شو.

یاد مراسم چې ددې ولایت په امنیه قوماندانۍ کې ترتیب شوي و، پرمهال یې ددې ولایت امنېې قوماندان الحاج شیخ الحدیث محمد شریف حلیمي په خپل څرګندونو کې ټول اړوند امنیتي ځواکونه په دې مکلف وګرځول، ترڅو په هر ډول وظیفوي شرایطو کې خپل یونفورم په تن او د هغې د وقار او عزت د ساتلو لپاره پوره پاملرنه وکړي.
نوموړي دغه راز پر ټولو نظامي مسولینو غږ وکړ چې وروسته له دې به د نظامي اجراءاتو(تلاشۍ، ګزمې، پیرې…) پرمهال به یې خپل یونفورم پرتن وي، ترڅو مو ولس ته د ذهني سکون ترڅنګ د خپل اسلامي نظام د ترتیب او تجهیز ویاړ ورپه برخه کړی وي.